زمونږ ترجيحات زرمبادله ذخائرکښې اضافه/معاشي استحکام دے، بلال

بلال اظهرکياني

د وزيراعظم کوآرډي نيټر بلال اظهرکياني نيوزکانفرنس کړے ، وائي چې حکومت د معاشي حالاتو ټهيک کولو لپاره بهرپور کوششونه کوي، تېر حکومت ملک ديواليه کيدو ته ور نزدې کړے وو، د مشکلاتو باوجود عوامو ته د هرقسمه ممکن ريليف فراهم کولو لپاره په کوشش کښې يو، دا وخت زمونږ ترجيحات د ملک زرمبادله ذخائر کښې اضافه او معاشي استحکام دے
د وزيراعظم کوآرډي نيټر بلال اظهرکياني وئيلي دي چې تېر حکومت ملک ديواليه کيدو ته ور نزدې کړے وو، د مسلط شوي تن بوجهـ اوس ټول عوام برداشت کوي، تېر حکومت کښې دوه کروړه پورې خلق د خط غربت نه لاندې تلي وو ، ترقياتي منصوبې ئې قصداً ملتوي کړې وې، بلال کياني ترمخه حکومت د معاشي حالاتو ټهيک کولو لپاره بهرپور کوششونه کوي،د اتلس سوه اربه روپو کسان پيکيج ئې جاري کړو، عوامو ته د هرقسمه ممکن ريليف فراهم کولو لپاره بهرپور کوشش کوي، بلال کياني وائي چې دا وخت زمونږ ترجيحات د ملک زرمبادله ذخائر کښې اضافه او معاشي استحکام دے، تېر يوکال دوران سفارتي محاذ باندې ډير مثبت پيشرفت شوے، وزيراعظم د مختلف ملکونو دورې اوکړې، او سفارتي تعلقات ئې بحال کړل