د اليکشن کيس سماعت کوونکے بينچ نهه ججانو نه شروع شوے او دريو ججانو ته راورسيدو، وزير داخله رانا ثنا الله ميډيا سره خبرې ، وائي چې جسټس جمال مندوخيل سماعت نه معذرت کړے،دغه صورتحال انتهائي افسوسناک او قومي سانحې نه کم نه دے،فتنه فساد ملکي سياست نه لرې کول ضروري دي،چيف جسټس دې جائزه واخلي چې فتنه خان څنګه متعارف شوے
وزيرداخله رانا ثنا الله سپريم کورټ نه بهر ميډيا سره خبرې کړي، وائي چې سياسي ، معاشي او عدالتي بحران فتنه خان پيدا کړے، جوډيشري هم د دې ذمه دار دے، د سپريم کورټ بينچ فيصلې د سرکلر په ذريعه غير موثر کړے شوي، بينچ مخې ته د سرکلر هيڅ حيثيت نيشته
وزير داخله ووئيل چې جسټس جمال مندوخيل سينيئر جج دے، ټولو ته په هغه اعتماد دے،د جسټس جمال مندوخيل اختلافي نوټ ټولې نړۍ کتلے، دا ټول حالات يو فتنې پيدا کړے ، اسمبليانې په آئيني توګه نه دے ماتې کړے شوي،د اسمبليانو ماتولو ايجنډې دې هم جائزه اخيستل پکار دي
رانا ثنا الله چيف جسټس پشمول ټولو ججانو نه د انصاف غوښتنه کړې، وائي چې صرف انصاف کول نه دي بلکې انصاف په نظر راتلل پکار دي
وزير داخله رانا ثنا الله زياته کړه که د عمران خان حکومت قاضي فائز عيسي باندې ريفرنس نه وے دائر کړے ، نو نن به دا بحراني کيفيت نه وو، چيف جسټس دې جائزه واخلي چې دغه فتنه په ملک کښې څنګه متعارف شوے؟ څنګه ئې په لسو کالو کښې ملک بحرانونو سره مخ کړے، دا فتنه غواري چې ملک کښې افراتفري او انتشار خور شي،