د تحريک انصاف وکټي غورزيدو سلسله جاري،د اسلام آباد نه سابق ايم اين اے راجه خرم نواز، د پنجاب سابق وزير داخله کرنل رئټائرډ هاشم ډوګر، چودهدري اخلاق او تيمور بهټي هم د پارتي نه لاري جدا کولو اعلانات کړي، دي ټولو مشرانو د نهمي مئي واقعات پرزور مذمت کړي، او ويلي دي چي نور د پي ټي ائي سره نشي تلي
اسلام آباد پريس کلب کي نن هم د پي ټي ائي مشرانو پارټي پريخودو اعلانات په وجه ګرما ګرمي وه، اول د اسلام اباد نه سابق ايم اين اے راجه خرم نواز د بيلتون اعلان اوکړو، راجه خرم نواز ويلي چي نور د پي ټي ائي سره وخت نشم تيرولي، د نهمي مئي واقعات شرمناک دي، دي ورستو د پنجاب سابق وزير داخله کرنل هاشم ډوګر، دسيالکوټ نه پخواني وزير چوهدري اخلاق، جهنګ نه سابق وزير تيمور بهټي او بهاولپور نه سابق وزير چوهدري سميع هم د تحريک انصاف پريخودو اعلان اوکړو