شبقدر کښي د بجلي ناروا لوډشيډنګ روان دے

دمردان په تحصيل تخت بهائي کښې د بجلۍ ناروالوډشيډنګ جاري دے

شبقدرکښي د بجلي ناروا لوډشيډنګ لړي تر شل ګهنټو پوري رسيدلي، د کومي چي په کورونو او په جماعتونو کښي د اوبو قلت پيدا شوي، د سختي ګرمي دوران په سکولونو کښي ماشومانو تا د بيماري لګيدو هم انديښنه ده ۔ مقامي اولس دړکه ورکړي که چرے د لوډشيډنګ لړي کمي نه کړے شوه، نو دوي به احتجاج کوي۔
د شبقدر تحصيل شلو نه زيات د بجلي په فيډر د تير يو شواروز نه بجلي غائب شوي د کومي چي که يوخواه په کورونو او جماعتونو کښي د اوبو قلت پيدا شوي، نو بلخوا د سختي ګرمي له وجي د ځائي اولس مشکلات هم سيوا شوي۔ بازارونو کښي کاروبار په ټپه ولاړ دے او په سکولونو کښي ماشومان د ګرمي له وجي د ناروغي ښکار شوي ۔ د شبقدر حليم زئي ، حاجي زئي ، مټه مغل خيل ، ميچني ون ، فاطمه خيل ، پهلوان قلعه مرزا ډهير ،بټګرام او صريخ په شمول يو شمير د بجلي فيډرو د تير څلريشت ګهنتو بجلي بند ده، د کومي چي ځائي اولس مشکلات سره مخ کړيدئ