د تحريک انصاف چئيرمين عمران خان خپلي نااهلي په صورت کښي د پارټي مشر نوم اعلان کړے ، وائي چي نااهلي په صورت کښي به شاه محمود قريشي د پارټي مشري کوي ، مراد سعيد حوصلي سره د ظلم او جبر مقابله کړے او هغه د مستقبل ليډر دے
زمان پارک لاهور کښې د تحريک انصاف مشر عمران خان سينئير خبريالانو او وکلا سره ملاقات کړے ، ملاقات کښې د ملک موجوده سياسي صورت په اړه خبرو اترو سره قانوني معاملات باندي مشاورت وکړلي شو
په دغه موقع عمران خان اوئيل چي تحريک انصاف پر زد د ملکي تاريخ بدترين کريک ډاون جاري دے ، بعضي عناصر دا ګنړي چي کريک ډاون په نتيجه کښې به پارټي ختم شي ولي ترڅو اولس تحريک انصاف سره ولاړ دے پي ټي آئي ختمول ممکن نده
عمران خان خپلي نااهلي په صورت کښې د پارټي مشر نوم اعلان هم وکړو او وے وئيل چي هغه نااهلي په صورت کښي به شاه محمود قريشي د پارټي مشري کوي
عمران خان پارټي لپاره مراد سعيد خدماتو ستائينه هم وکړه او وے وئيل چي هغه حوصلي سره د ظلم او جبر مقابله کړے او هغه د مستقبل ليډر دے
پارټي پريښستو غړو په اړه شوي تپوس په جواب کښې عمران خان واضح کړه چي پارټي پريښوستو سره هيڅ فرق نه پريوځي او اليکشن به هم هغه ګټي څوک چي د تحريک انصاف ټکټ لري