پاکستان اسټيټ بینک دبینکونو په کارکولو په وخت کښې اضافه کړي

عيدي لپاره دري سوا شپيته ارب روپو نوي نوټونه جاري کړے شوي، سټيټ بنک

پاکستان اسټيټ بینک د فیډرل بورډ آف ریونیو په غوښتنه دبینکونو په کارکولو په وخت کښې اضافه کړي ده دا اضافه به دروانې مياشتې صرف د دوٶ ورځو يعنې نن او صبا دپاره به وي

تفصيلاتو تر مخه د اسټيټ بينک لخوا پرون جاري شوي بيان کښي وئيلي شوي وٶ چي د نيشنل بينک آف پاکستان او ايس بي پي بينکنګ سروسز کارپوريشن پشمول ټول بينکونه به دروانې مياشت په دېرشتم مارچ او په يو دېرشتم مارچ يعنې نن او صبا په ترتيب سره د مازيګرڅلور بجو نه مازيګر ترشپږ بجو پوري پرانستي وي چي صارفينونه د ټيکس اخستلو اسانتيا شي،
ياده دې وي چې د اسټيټ بينک لخوا د روژې په مياشت کې د بېنکونو لپاره د جاري شوي شيډيول له مخې به بېنکونه د پير دوځې نه تر جمعرات د سحر له نهو بجو نه د ماسپښين تر دوٶ بجو پورې او د جمعې په ورځ به د سحر له اتنيمې بجو څخه د ماسپښين تر يوې بجو پورې د عامه معاملو لپاره خلاص وي