کوئيټه کښې دکانګو وائرس دوه مثبت کيسونه مخې ته راغلي،فاطمه جناح هسپتال انتظاميې دوانړو مريضانو کښې د کانګو وائرس تصديق کړې دې، د هسپتال انتظاميې تر مخه روان کال د کانګو وائرس له کبله پنځه کسان پحق رسيدلي دي ولې نهه مريضان د ښه کيدو ورستو هسپتال نه ډسچارج شوي دي
هسپتال انتظاميې نه جاري شوي بيان کښې ووئيل چې د دې دوو مثبت کيسونو په راتلو سره فاطمه جناح هسپتال کوئيټه کښې روان کال د کانګو وائرس تصديق شده مثبت کيسونو شميره شپاړسو ته رسيدلې ده
د هسپتال انتظاميې تر مخه روان کال د کانګو وائرس له کبله پنځه کسان پحق رسيدلي دي ولې نهه مريضان د ښه کيدو ورستو هسپتال نه ډسچارج شوي دي