بهکر او ساهيوال کښې مفت اوړو لپاره قطار کښې ولاړه يوه زنانه او سړي پحق رسيدلي

دمفت اوړو تقسيم دوران درې کسان مړه، څلور ژوبل شوي، رپورټ جاري

د پنجاب مختلف سيمو کښې حکومت لخوا اولس ته مفت اوړو ورکولو مراکز سهولت په ځائے زحمت جوړ شوي ، د پنجاب سيمه بهکر او ساهيوال کښې مفت اوړو لپاره قطار کښې ولاړه يوه زنانه او سړي پحق رسيدلي ، بدنظمي او رش له وجي دري څلويښت کسان ژوبل شوي هم دي
د پنجاب سيمه ساهيوال قائداعظم سټيډيم کښې مفت اوړو ورکولو مرکز کښې بدنظمي له وجي پوليس لاټهي چارج وکړو ،پوليس تشدد سره دري څلويښت زنانه ژوبل شوي چي پکښې يوه زنانه پحق ورسيده
عيني شاهدين ترمخه آټا ايپ بنديز له وجي بدنظمي رامخيته شوه ، پوليس د اولس رش کنټرول کولو کښې ناکامه شو چي ورستو پوليس اولس باندي لاټهي چارج شروع کړو ، رسيکيو زرائع ترمخه پوليس تشدد په نتيجه کښې ژوبل شوي زنانه طبي امداد لپاره ٖډي ايچ کيو استپال ساهيوال ته منتقل کړلي شوي
واضح دي وي چي حکومت لخوا روژي مياشت کښې مفت اوړو ورکولو مراکز کښي بدنظمي معمول ده او تر دے دمه بهکر ، ملتان او ساهيوال کښې دري کسان پحق رسيدلي