امريکې ادارې يو ايس انسټي ټيوټ آف پيس خپل رپورټ کښې پاکستان او چين ترمينځه موجوده تعاون فوجي اتحاد کښې بدلولو پيشګوئي کړې، پاکستان او چين ترمينځه موجوده مرسته مکمل فوجي اتحاد طرفته روانه ده
د چين مخالف قوتونه او په خاص توګه امريکه پاکستان د چين مکمل اثر و رسوخ کښې د تلو مخ نيوي کوشش کولے شي،د دې خبرې انکشاف يو ايس انسټي ټيوټ آف پيس د پاکستان او چين ترمينځه اړيکو جاري کيدو يو رپورټ کښي شوے
رپورټ کښې د دواړو ملکونو موجوده تعلقات ،، تهريش هولډ لائنس،، يا داسې اتحاد سره تعبير ورکړے شوے کوم چې فې الحال ابتدا کښې دے ولې مکمل فوجي اتحاد کښې بدليدلے شي ، بله دا چې د چين خپلو غلطيانو او د مخالفينو اقدامات په دغه کښې رکاوټ پيدا کولے شي
يو ايس آئي پي رپورټ مطابق تيرو لسيزو دوران جنوبي ايشيا کښې جغرافيائي سياسي تبديليانو، امريکه او چين ترمينځه سخت مقابلې، چين او بهارت تعلقاتو کښې تيزۍ سره خرابۍ او کال دوه زره ،يوويشتم کښې افغانستان نه امريکې پوځيانو انخلا چيني او پاکستان فوجيان يو بل سره نزدې کړي ، دې نه علاوه رپورټ کښې دا دعوه هم شوې چې چين پاکستان معيشت کښې پيسو اچولو ته زړه نه دے او په ايران کښې اقتصادي او فوجي سرمايه کاري کوي