افغانستان نائب خارجه وزير د جينکو په تعليم د بنديز مخالفت کړې

جينکو په تعليم د بنديز مخالفت

د افغانستان نائب خارجه وزير عباس ستانکزئۍ يو وارې بيا د جينکو په تعليم د بنديز مخالفت کړېدے،عباس ستانکزئۍ وائي چې علم په هر نارينه او زنانه فرض دې بايد چې په هيچا هم د تعليم دروازے بند نه شي،اسلامي امارت به د ځینو شرایطو برابرولو وروسته د زنانو په تعليم لګولي شوي بنديزونه ختم کړي

دوبئې کښې د افغانستان قونصلګرۍ دورې په مهال ميډيا سره خبرو کښې افغان نائب خارجه وزير وئيلي دي چې هغه په ذاتي توګه د زنانو د تعليم خلاف نه دے ځکه چې اسلام په هر نارينه او زنانه علم فرض کړېدے
د عباس ستانکزئۍ وينا وه چې د زنانؤ په تعليم لګيدلې بنديز مسئله حل کولو لپاره هلې ځلې جاري دي او حکومت به د ځینو شرایطو تر برابرولو وروستو د جينکو بند سکولونه او يونيورسټۍ بيا کهلاؤ کړي
نائب افغان خارجه وزير په امريکې زور راوړېدے چې د دوحه لوظنامې مطابق دې اسلامي امارت سره تعامل وکړي او کابل کښې دې امريکه خپله سفارتخانه بيا پرانځي.