پيښور  عدالت د پي ټي آئي  44 کارکنانو ضمانتونه منظور کړي

پي ټي آئي  کارکنانو ضمانتونه منظور

د پیښور ترهګري مخنیوی عدالت په پیښور کښې په نهم مئی باندی توړ پهوړ او جلاو ګهیراو کښې ککړ څلور څلوېښت ملزمانو د ضمانت لپاره دائر کړی شوی درخواستونه منظور کړی او د خوشی کولو حکم جاری کړی
د پیښور خصوصی عدالت جج داکټر عامر نذیر د ملزمانو لخوا نه دائر کړی شوی د ضمانت درخواستونو سماعت کړی عدالت ته ووئیلی شو په لسم مئی باندی تهانه فقير اباد کښې د ایس ایچ او وارث خان په مدعیت کښې ایف آئی آر درج کړی شوی چی پکښې د ملزمانو خلاف سیون اے ټی اے دفعہ او تعزيرات پاکستان دفعات 353/427/148/149 شامل کړی شوی عدالت نه غوښتنه اوکړه شوه چی نیولی شوی تنانو پرضد شواهد او ثبوتونه نشته په دی باندی عدالت ملزمان یو یو لک روپی دوه دوه نفری ضمانت باندی د خوشې کولو حکم ورکړی په ملزمانو کښې یوسف، عباس ، بیت الله ، عمر احتشام، محمد کامل ، محمد جواد ، محمد ظاهر ، سهیل احمد ، عثمان، مسلم خان او خانزاده شامل دی