بابر اعظم او حارث روف د عمرے سعادت ترلاسه کړي

بابر اعظم او حارث روف د عمرے سعادت ترلاسه کړي

د روژي بابرکته مياشت کښې قامي ټيم کپتان بابر اعظم او فاسټ بالر حارث روف د عمرے سعادت ترلاسه کړي ، حارث روف عمره کولو نه پس د مسجد الحرام او بابر اعظم د مسجد نبوي نه عکسونه شئير کړي کوم چي په سوشل ميډيا وائرل شوي

د قامي ټيم کپتان بابر اعظم عمره ادا کولو نه پس مسجد نبوي حاضري کړي ، بابر اعظم مسجد نبوي حاضري نه پس خپل عکس په سوشل ميډيا شئير کړے او نعتيه مصره بعد از خدا بزرګ توئي ، قصه مختصر په زريعه نبي اکرم صلي الله عليه وآله وسلم سره د ميني اظهار کړے
بلښوا قامي ټيم فاست بالر حارث روف هم په سوشل ميډيا خپل عکس شئير کړے چي پکښې حارث روف احرام تړلي ، حارث روف عمره ادائيګي نه پس مسجد الحرام کښې اخيستل شوي عکس شئير کړے ، ملګري لوبغاړو او کرکټ مينه والو لخوا دواړو لوبغاړو ته عمره ادائيګي باندي امبارکي سره سره نيکي حيلي وړاندي کړلي شوي
واضح دي وي چي پي سي بي لخوا قامي ټيم کپتان بابر اعظم ته افغانستان په ضد ټي ټوينټي سيريز کښي آرام ورکړلي شوي اوو او د ټيم مشري شاداب خان ته سپارلي شوي وه ، عمره واپسي نه پس به دواړه لوبغاړي نيوزي لينډ دوره پاکستان لپاره خپل ټريننګ شروع کوي