پاکستان او نيوزي لينډ ترمينځه شيډول ون ډے او تي ټوينټي سيريز کښې يو ځلي بيا بدلون امکان دے ، کراچي کښي شيډول څلور ون ډے ميچز په ځائے دري ميچونو تجويز باندي غور روان دے ، کراچي ون ډے ميچ راولپينډي ته منتقلي امکان هم دے
نيوزي لينډ کرکټ ټيم دوره پاکستان کښې يو ځلي بيا بدلون امکان دے ، نيوزي لينډ کرکټ ټيم دوره پاکستان د روژي مياشت آخيره کښي شيدول ده چي پکښې ړومبے دري ټي ټوينټي لاهور ، دوه ټي ټوينټي او يو ون ډے ميچ راولپينډي ولي د سيريز څلور ون ډے ميچونو کراچي کښې شيډول اوو
پي سي بي سرچينو ترمخه نيوزي دوره پاکستان شيډول کښې يو ځلي بيا بدلون امکان دے ، پنځه ټي ټوينټي ميچونو باندي شيډول سيريز ړومبے دري ټي ټوينټي به د لاهور قذافي سټيډيم کښې لوبيږي ، سيريز کښي شامل دوه ټي ټوينټي به پينډي سټيډيم کښې لوبيږي چي ورستو به پينډي سټيډيم کښې د ون ډے ميچونو سيريز شروع کيږي
سرچينو ترمخه کراچي کښې شيډول څلور ون ډے په ځائے دري ون ډے ميچونو امکان دے او د کراچي ون ٖډے يو ميچ راولپينډي ته منتقلي باندي غور روان دے
سرچينو ترمخه بعضي سياسي او بعضي کرکټ معاملات له وجي شيډول کښې بدلون امکان دے ، دينه وړاندي هم پنجاب کښي اليکشن له وجي دورے شيډول کښې بدلون کړلي شوي اوو