خيبر پښتونخوا کښي په صحت کارډ دمفت علاج سهولت معطل

خيبرپښتونخوا کښې صحت کارډ پلس په ذريعه نوې داخلو باندې بنديز لږول شوې

انشورنس کمپنۍ ته دفنډ نۀ جاري کيدو نه وروستو خيبر پښتونخوا کښي د صحت کارډ دلارې دويړيا علاج سهولت معطل کړے شوے دے دانشورنس کمپنۍ له اړخه وئيلے شوي چې حکومت ته دبيا بيا نوټسو ورکولو باوجود هم کمپنۍ ته بقايا جات نۀ دي ورکړے شوي
دانشورنس کمپنۍ له اړخه زياته کړے شوي ده چې دفنډ نه جاري کيدو نه پس په صحت کارډ دويړيا علاج سهولت بند کړے شوے دصحت کارډ بنديدو له وجې هسپتالونو کښي زير علاج مريضان يو شمير مشکلاتو سره مخ شوي دي
ديادونې وړده چې دا وخت دانشورنس کمپنۍ له اړخه صوبائي حکومت ته شپاړس اربه روپۍ بقابيا جات دي څو ورځي پس به حکومت کمپنۍ ته درې درې اربه روپۍ دقسط هي شکل کښي جاري کولې خو بيا دغه سلسله هم بنده شوه دانشورنس کمپنۍ له اړخه وئلے شوي چې تر څو پورې هغوئي ته فنډ نۀ وي جاري کړے شوے تر هغه وخته پورې به صحت کارډ به معطل وي