جسټس جمال مندوخيل د بينچ پريښودو وجه په ډاګه کړه، وائي چې زۀ د بينچ ممبر ووم،د هغې باوجود چيف جسټس فيصلې تحرير کولو په وخت ما سره هيڅ مشاورت نه دے کړے،زۀ پوهيږم چې بينچ کښي اوس
زما ضرورت نه دے پاتې شوے،زۀ په دې دعا سره بينچ نه جدا کيږم چې الله دې په دغه ادارې رحم اوکړي
د سپريم کورټ بنچ نه جدا کيدونکي جسټس جمال مندوخيل وائي چې زما دعا ده چې په دغه کيس کښې کوم هم بنچ وي، داسې فيصله راشي چې ټولو ته قبول وي، الله دې زمونږه په ادارې رحم اوکړي، زۀ او زما ټول ملګري ججان د آئين پابند دي
جسټس جمال خان مندوخيل ووئيل چې پرون هم څه وئيل غوښتل، کيدے شي فيصلې په وخت زما سره د مشورې ضرورت نه وو يا زۀ ئې د مشورې قابل نه يم ګڼلے، الله دې زمونږ ملک لپاره خېر پيښ کړي،