شمالي وزستان صحافیانو همیشه د علاقې ترقۍ لپاره مثبت کردار ادا کړې، مېجر جنرل نعیم اختر

شمالي وزيرستان کښې سيکورټي فورسز باندې خود کش حمله شوې

د شمالي وزیرستان جی او سي سېون ډویژن مېجر جنرل نعیم اختر ویلی چې د وزیرستان يونين اف جنرلسټس صحافیانو همیشه د علاقې ترقۍ او خوشحالۍ د پاره مثبت کردار ادا کړې

هغه دا خبری د میرانشاه پریس کلب دورې په محال کړی دي. ده سره دوره کې ډپټی کمشنر ریحان ګل خټک، د ټوچي سکاوټس کمانډنټ بریکیډير رضوان، ډي ايس پي هیډکوارټر سید جلال وزیر او نور اعلی سول او عسکري چارواکي هم موجود وو. په دې موقع دستورې ته وېنا کې جې او سی سېون ډویژن مېجر جنرل نعیم د شمالي وزیرستان خوشالۍ او ترقۍ لپاره د ميډيا رول وستایلو او وو یې ویل چې ځایی صحافیانو همیشه مثبت صحافت کړې او د سیمې مسایل حل کولو لپاره یې حکومت سره نزدې مرستې کړی. هغه زیاته کړه چې د میرانشاه پريس کلب تعمیر نو په ګدون ټول مسایل به په ترجیحی بنيادونو هوارولی شي. چې او سی سېون ډویژن ډپټی کمشنر ته هدایت اوکړو چې د پریس کلب مسلو حل لړ کې دې د صوبائی حکومت چارواکو سره خبرې اوکړي. دغه شان ډپټی کمشنر ریحان ګل خټک هم د شمالي وزیرستان صحافیانو د سیمې تعمیر او ترقۍ لپاره هلې ځلې وستایلې او ډاډ یې ورکړو چې د میرانشاه پريس کلب مسلو حل کولو لپاره به ضروري کردار ادا کوي. دې نه اګاهو میرانشاه پریس کلب ته په راتلو صدر میران شاه پریس کلب صفدر داوړ، صدر وزیرستان یونین اف جنرلسټس سید ايوب او نورو ممبرانو د مېجر جنرل نعیم اختر او نورو مېلمنو دروند استقبال اوکړو. دواړو صدرانو د میرانشاه پريس کلب مسلو او د سیمې ترقۍ په اړه میلمنو ته تفصیلي بريفنګ هم ورکړو