د وزیرستان امن لپاره د اولس همکاري د ډاډ وړ ده، مېجر جنرل نعیم اختر

د جنوبی وزیرستان په شکي سیمه کې د محسود او وزیر قبیلو ترمنځ د زمکې په شخړه جګړه روانه ده

د‌شمالی وزیرستان پوځي مشر ميجر جنرل نعیم اختر د امن او امان قيام او د سیمی ترقۍ او خوشحالۍ لپاره د اتمانزو مشرانو نژدې همکاري ستایلی او هیله یې څرګنده کړې چې هم د مقامي خلکو په مرسته به شمالي وزیرستان د ترهګرو نه صفا کولې شي
دا خبرې هغه د میرانشاه بانډه پل پرانستی دستورې ته وېنا کې کړی دی‌. دغه دستوره کښې لوړ پوړو پوځي چارواکو، ډپټی کمشنر ریحان ګل خټک، اتمانزئ مشرانو، سیاسی قیادت او عامو خلکو ګډون کړی. ميجر جنرل نعیم اختر وویل چې د شمالي وزیرستان امن او ترقۍ لپاره د مشرانو او عام اولس قربانئ نه هیریدونکی دی او دا چې هم د دې خلکو په مرسته به ډیر ژر سیمه د ترهګرو نه پاکه کړې شي. هغه زیاته کړه چې افغانستان ځخه د امریکه وتلو وروسته په منطقه او پاکستان کی د جهاد هيڅ جواز نه جوړیږي چې د کومې پخلئ د پاکستان وتلی علما او مفتیانو هم کړې دې. جی او سی مېجر جنرل نعیم اختر په مقامي علما کرامو زور راوړو چې د ملک جید علما کرامو په رنګ هغوي هم د ترهګرو خلاف فتوای جاري کړی. هغه دا هم وويل چې پاک فوځ په شمالي وزیرستان کې د تعلیم پرمختګ لپاره غوره ګامونه پورته کړي چې مثال یې د پوځ، ایف سی سکولونه او هاسټلونو کې زرګونو زده کوونکو ته وړيا تعليم او رهایش ورکول دي. په دې موقع ډپټی کمشنر ریحان ګل خټک خپلو څرګندونو کې وویل چې ضلعي انتظامیه د وزیرستان امن او څوکالۍ لپاره د پاک فوځ او اولس سره اوږه په اوږه ولاړه ده. هغه وویل چې د بانډې پل جوړيدو سره د زرګونو خلکو ژوند اسان شوې دی. اتمانزو مشرانو او عامو خلکو د بانډې پل په جوړولو د پاک فوځ څخه مننه اوکړه او باور یې ورکړو چې د وزیرستان خوشالۍ او ترقۍ لپاره به حکومت سره نزدې همکاري دوام داره ساتي