د پاکستان تحريک انصاف يو بل رهنما قاسم خان خټک د پارټۍ نه استعفي ورکړې،کوم چې د پاکستان تحريک انصاف پخوانې صوبائي مشير جيل خانه جات وو
پيښور پريس کلب کې خبرې غونډې دوران قاسم خان وئيلي چې هغه د خپلو ملګرو سره شريک د پارټۍ نه مکمل د لاتعلقۍ اعلان کوي،او په هغه هيڅ قسمه دباو نيشته،
قاسم خان د خبرې غونډې دوران وئيلي چې هغه دا فيصله د قوم د مفاد لپاره کړي او د قوم مفاد په دې کې دې چې هغه د هميش لپاره د دې پارټۍ نه لرې شي،
د يو سوال په جواب کې ملک قاسم خان وئيلي چې د هغه سره شوې وعدې ټولې وفا شوي ندي،او د تيرو پنځو کالو راهسې هغه د خپل حق لپاره جنګ کړې خو باوجود د هغې د پارټۍ دننه د هغه چا هم نه دي اوريدلي،