دپيښور پولیسو د ملک موجودہ صورتحال ترمخه ټوله ضلع کښي د سرکاری املاکو او حساس ځایونو سردوبارہ سیکیورټی آډټ کولو فیصله کړیدہ۔
پيښور پوليس لائن کښي د سي سي پي او، محمد اعجاز خان په مشرۍ کښې د موجوده امنيتي صورتحال په اړه د اعلیٰ کچ غونډه وشوه چی پکښی ايس ايس پي کوآرډينيشن ظهور بابر آفريدي، ايس ايس پي آپريشنز کاشف آفتاب عباسي، ايس ايس پي انويسټيګيشن شهزاده کوکب فاروق، کمانډنټ کيمپس تاجمال خان، ايس پي هيډ کوارټر رحيم حسين، ايس پي سيکيورټي عتيق شاه، او نور اعلیٰ افسرانو شرکت اوکړو. غونډه کښې چارواکو د ملک موجوده صورتحال ترمخه د سيکيورټي انتظامات نور موثره جوړولو لپاره د کوټلی ګامونو پورته کولو په ضرورت زور ورکړو، سي سي پي او محمد اعجاز خان اوويل چې د ټولو حکومتي املاک، مهم عمارتونو او حساسو ځايونو د سيکيورټي بيا آډټ کول پکار دي، هغه وويل چی د ډيوټي دوران به هیڅ ډول غفلت او کوتاهی برداشت نکړے شی۔ سي سي پي او محمد اعجاز خان اوويل چی د امن او امان ساتلو لپاره دے د اطلاعاتو په بنياد هدفي سرچ او اسټرائک اپريشنز، اسنيپ چيکنګ، او د خاص ناکه بندو پشمول انساني انټليجنس فعاله کړے شي۔ دوی ھدایت اوکړو چې د اولس د ژوند او مال تحفظ دپارہ دے ټيم ورک او له یو بل سره کوارډينشن نور مضبوط کړے شی۔