تاپي ګيس پائپ لائن منصوبه د څلور واړه ملکونو او خطې د ترقۍ لپاره انتهائي اهم ده، پاکستان او ترکمانستان دواړه په مختلفو شعبو کښې تعاون ته وده ورکولو او مرستو سېوا کولوته تيار دي، د وزيراعظم شهبازشريف د تاپي ګيس منصوبې لاسک دوران تقريب ته خطاب، وائي چې د تاپي منصوبې بروقت تکميل او په دې عمل درآمد تيزولو لپاره به هرقسمه ممکن کوششونه کولے شي
اسلام آباد کښې د پاکستان او ترکمانستان ترمينځه د تاپي ګيس منصوبې حوالې سره دستوره شوې، د وزيراعظم شهبازشريف په موجودګۍ کښې وزيرمملکت پيټروليم مصدق ملک او د ترکمانستان وزيرپيټروليم و ګيس د تاپي په معاهده لاس ليک کړے، تقريب ته وزيراعظم شهبازشريف وئيلي چې تاپي ګيس پائپ لائن منصوبه به ترکمانستان، افغانستان،پاکستان او بهارت کښې د علاقائي ترقۍ، تعاون او د خوشحالۍ د نوي دور آغاز اوکړي، تاپي منصوبه د څلور واړه ملکونو سره سره د پوره خطې لپاره انتهائي اهم ده، وزيراعظم ترمخه پاکستان او ترکمانستان دواړه ملکونه په مختلفو شعبو کښې د تعلقاتو پراختيا او تعاون سېوا کولو لپاره تيار دي، په تاپي منصوبه کار تيزولو او د عملدرآمد لپاره به هرقسمه ممکن کوشش کولے شي