په افغان زنانؤ د بنديزونو معامله، امريکې په طالبانو د ويزو اضافي پابندي لګولي ده،خارجه وزير انتوني بلينکن وائي چې د طالبانو اقداماتود لکونو افغانانو ژوند متاثره کړې او افغانستان کښې د بشري بحران مخ نيوي کول ئې هم مشکل کړيدي،امريکني خارجه وزير امکان څرګند کړې چې د ويزو پابندۍ لوجې به نړي والې ورورولۍ سره د طالبانو تعلقات ښه کولو لاره هم بند شي
انتوني بلينکن خپل يو بيان کښې وئيلي دي چې په زنانؤ د تعليم او کارونه کولو بنديز په ردعمل کښې امريکه په طالبانو د ويزې تازه پابندي لګولي ده بيان ترمخه دا پابندي به د طالبانو نه علاوه د افغان حکومت په هغه چارواکو هم لاګو وي څوک چې په افغان زنانؤ باندې ظلم کولو ذمه وار وي او په دوي ئې بنديزونه لګولي دي بيان کښې زياته کړي شويده د ويزو د بنديزونو مقصد په طالبانو واضحه کول دي چې دوي له به د خپلو اقداماتو لوئې قيمت ادا کول وي او نړي والې ورورولۍ سره د دوي تعلقات ښه کولولار به هم بند شي